افغانستان سږ کال د ۱ میلیارډ او ۷۱۷میلیون ډالرو صادرات کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142692-افغانستان_سږ_کال_د_۱_میلیارډ_او_۷۱۷میلیون_ډالرو_صادرات_کړې_دي
طالبانو اعلان کړی چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان د ۱.۷۱۷ میلیارد ډالرو مالونه صادر کړي دي.
(last modified 2023-12-05T20:48:45+00:00 )
Dec 06, 2023 01:11 Asia/Kabul
  • افغانستان سږ کال د ۱ میلیارډ او ۷۱۷میلیون ډالرو صادرات کړې دي

طالبانو اعلان کړی چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان د ۱.۷۱۷ میلیارد ډالرو مالونه صادر کړي دي.

د فارس خبري اژانس د حبر له مخې، د طالبانو درییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان وکړ چې افغانستان د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د ۱.۷۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

یاد  دفتر د صادراتو دغه اندازه، يو بې ساري ګام وباله او زياته يې کړه: د افغانستان په صادراتي توکو کې ٧٦ سلنه تازه او وچه مېوه، سکاره، زعفران، سبزيجات او د غالۍ په ګډون لاسي صنايع شامل دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۹۷ سلنه صادراتي توکي د ایران، عراق، پاکستان، سعودي عربستان، هند، چین، تاجکستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او ازبکستان په ګډون ۱۰ هېوادونو ته صادر شوي دي.

اوس مهال افغانستان له لسو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه ډېر واردات لري.

له دې مخکې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و چې تېر کال افغانستان دوه میلیارده ډالره صادرات کړي وو.