ننګرهارکې د سوک وهنې سیالۍ پېل شوې نورجزیات دلته واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142996-ننګرهارکې_د_سوک_وهنې_سیالۍ_پېل_شوې_نورجزیات_دلته_واورئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار ولایت د ورزش چارواکي وایي د لوبو موخه د ولایت په کچه سوک وهنې لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کول دي.
(last modified 2023-12-10T23:35:28+00:00 )
Dec 11, 2023 03:57 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار ولایت د ورزش چارواکي وایي د لوبو موخه د ولایت په کچه سوک وهنې لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کول دي.

 د ننګرهار ورزش او بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسول شاهدالله فضل زی وایي دسوک وهنې په دې سیالیو کې د ننګرهار ولایت له شپیته کلبونو څخه ۲۲۰ تنه سوک وهونکو برخه اخیستې چې اته ورځې به دوام وکړي.

 د نوموړي پر وینا د دې سیالیو موخه چې کوچنیان،تنکي ځوانان او ځوانان سوک وهونکي پکې برخه لري د ولایت په کچه د سوک وهنې د منختبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوره کول دي.

د ننګرهار د ورزش او بدنې روزنې ریاست ویاند  شاهد الله فضل زی وایي په جلال اباد کې د ختیځو او سهیل ختیځو ولایتونو د فوټبال لوبډلو تر منځ سیالۍ هم پېل شوې.

نوموړی وایي د دې سیالیو موخه چې د ننګرهار،نورستان،لغمان، خوست،پکتیا اومیدان وردګ ولایتونو لوبډلې پکې برخه لري د زونونو په کچه  دمنتخبې لوبډلې جوړول او د هیواد نورو زونونو ته د دې لوبډلو استول دي، چې وروسته به بیا په پلازمینه کابل کې د فوټبال په ترسره کیدونکو سیالیو کې برخه اخلي.

 د ننګرهار د ورزش او بدني روزنی ریاست  دمطبوعاتو مسول وویل دا سیالۍ به چې د جلال اباد په ورزشي ستډیوم کې ترسره کیږي او د فوټبال مینه والو ته به هره ورځ  له ټکټ اخیستو پرته د لوبو لیدو اجازه ورکول کیږي.