افغان ماشومان په نړۍ کې د زیانمنونکو ماشومانو په سر کښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143142-افغان_ماشومان_په_نړۍ_کې_د_زیانمنونکو_ماشومانو_په_سر_کښې_دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان وکړ چې د افغانستان ماشومان په نړۍ کې تر ټولو زیان منونکي ماشومان دي.
(last modified 2023-12-13T23:36:28+00:00 )
Dec 14, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • افغان ماشومان په نړۍ کې د زیانمنونکو ماشومانو په سر کښې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان وکړ چې د افغانستان ماشومان په نړۍ کې تر ټولو زیان منونکي ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې وروستیو کې هم ویلي وو چې افغانستان د اړمنو کسانو لپاره د خطر په ترټولو لوړه سویه ولاړ دی او دا مهال د دغه هېواد ۷۱ سلنه نفوس، یعنې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف په دغه رپورټ کښې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ایتوپیا، کانګو، سوډان او یمن د وضعیت په پرتله ډیر کړکېچن بللی او دغه هېواد یې د هغو لسو هېوادونو د نوملړ په سر کښې اعلان کړی چې ډېر خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پرون، د راتلونکي میلادي کال لپاره په نړۍ کې د زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ او پاملرنې لپاره د 1.4 ملیون ډالرو غوښتنه وکړه.

د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کې د ماشومانو پالنه په راتلونکي کال کې د یونیسف تر ټولو ګرانه پروژه ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په ۱۵۵ هېوادونو کې د ۹۴ میلیونو ماشومانو د پالنې په هدف د راتلونکي کال لپاره ۹،۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د یونیسف اجراییوي مشرې کاترین رسل په دغه رپورټ کښې وویل چې په میلیونونو ماشومان لا هم په بشري بحرانونو کې بند پاتې دي چې پیچلتیا او شمیر یې مخ په زیاتیدو دی او هغوی ته د رسیدو لپاره زمونږ اړتیاوې هم مخ په ډیریدو دي.