طالبان: تېر یو کال کې مو د تحریک طالبان ۴۰ غړي نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143288-طالبان_تېر_یو_کال_کې_مو_د_تحریک_طالبان_۴۰_غړي_نیولي
د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یو کال کې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو څلوېښت غړي نیولي دي.
(last modified 2023-12-17T03:34:30+00:00 )
Dec 17, 2023 08:01 Asia/Kabul
  • طالبان: تېر یو کال کې مو د تحریک طالبان ۴۰ غړي نیولي

د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یو کال کې د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو څلوېښت غړي نیولي دي.

د پاکستان د حکومت او د افغانستان سرپرست حکومت تر منځ د اختلافاتو او کړکېچونو له جملې څخه یوه هم د تحریک طالبان پاکستان د تروریستي ډلې مسله ده.

 اسلام آباد په دې باور دی چې د افغان طالبانو حکومت د دغې ډلې غړو ته پناه ورکړې او په دې برخه کې جدي نه دی، خو کابل دا څرګندونې همېښ رد کړي دي.

د پاکستان حکومت په دې باور دی چې د پاکستان د امنیتی ځواکونو په خلاف له افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدی سیمو کې زیاتره ترهګریزې حملې د تحریک طالبان ډلې لخوا ترسره کیږي.

د افغانستان د شفقنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویندوی عبدالمتین قانع تېره ورځ وویل: په تیر یو کال کې په ټول افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان څلوېښت غړي نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه به ورنکړي چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.