Dec 18, 2023 14:28 Asia/Kabul

د روغتیا نړیوال سازمان خبرورکړی چې جاپان هیواد د افغانستان له صحي برخو سره (۶) میلیونه او( ٩٠٠) زره امريکايي ډالره مرسته سره  کړي ده .

د ياد سازمان په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دغو مرستو څخه د جاپان هیواد موخه په ساري ناروغیو اخته کسانوته د دغوره خدمتونو وړاندې کول او د ساري ناروغیو د ښه تشخیص په خاطر د لابراتوارونو جوړه ول ښودل شوي دي .

ورته مهال د جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني ملي روغتون د کاري ظرفیت په لوړه ولو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده .

جاپان داسې مهال له افغانستان سره په صحي  برخو کښې دا مرسته  کوي چې تیره ورځ د زده کړې لپاره (جي پې اې )په یوې خبر پاڼه کې وویل چې د افغان ماشومانو لپار یې د زده کړو د پرمخ وړلو لپاره (۱۱۰) ميليونه ډالره مرسته په نظر کې نیولی ده

تمه ده چې له دې پروژې څخه په ټول افغانستان کښې څه باندې ۷۶ زره کسان ګټه پورته کړي او د عفونتي ناروغیو د مخنیوي او کمولو لامل شي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تکایوشی کرومیا وویل چې هیواد یې د ځینو ناروغیو د منفي اغیزو د کمونې په لړ کښې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: هیله من یم چې د ساري ناروغیو په کمولو او مخنیوي سره افغانستان په یو داسې هیواد بدل شي چې په کښې ټول ماشومان، ښځې او سړي سوکاله ژوند وکړې شي.

 

ټیګونه