امریکا د افغانستان د دیني مدرسو د نابودولو هڅه کوي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.
له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د طالبانو د پوځ لوې درستیز " فصیح الدین فطرت " نن د کابل په یوې مدرسې کښې دیني علومو د یوشمیر زده کوونکو د فارغ التحصیلۍ په دستورو کښې وویل: له دیني مدرسو سره په مقابله کښې د امریکې ستر او مهم هدف، د مدرسو ختمول او په مختلفو پلمو د دیني علومو د زده کوونکو سپکاوی و.
په دغو مراسمو کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم وویل: بهرني هیوادونه په چټي پلمو او نیوکو سره غواړي چې نړۍ ته د افغانستان یو بد انځور وړاندې کړي او د بشري حقوقو په پلمه په افغانستان کښې د شرعي حدودو د اجرايي کیدو مخه نیسي.
ندا محمد ندیمه دغه څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې په افغانستان کښې په ښځو او نجونو باندې د زده کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیز د طالبانو په حکومت د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د نیوکو او غندنې ترټولو ستره وجه ده.