امریکا د افغانستان د دیني مدرسو د نابودولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143680-امریکا_د_افغانستان_د_دیني_مدرسو_د_نابودولو_هڅه_کوي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 24, 2023 10:46 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د دیني مدرسو د نابودولو هڅه کوي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.

له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د طالبانو د پوځ لوې درستیز " فصیح الدین فطرت " نن د کابل په یوې مدرسې کښې  دیني علومو د یوشمیر زده کوونکو د فارغ التحصیلۍ په دستورو کښې وویل: له دیني مدرسو سره په مقابله کښې د امریکې ستر او مهم هدف، د مدرسو ختمول او په مختلفو پلمو د دیني علومو د زده کوونکو سپکاوی و.

په دغو مراسمو کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم وویل: بهرني هیوادونه په چټي پلمو او نیوکو سره غواړي چې نړۍ ته د افغانستان یو بد انځور وړاندې کړي او د بشري حقوقو په پلمه په افغانستان کښې د شرعي حدودو د اجرايي کیدو مخه نیسي.

ندا محمد ندیمه دغه څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې په افغانستان کښې په ښځو  او نجونو باندې د زده کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیز د طالبانو په حکومت د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د نیوکو او غندنې ترټولو ستره وجه ده.