ماشومان په افغانستان کښې د چاودنو او ماینونو اصلي قربانیان دي
-
فایل فوټو
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: په افغانستان کې ماشومان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: په افغانستان کې ماشومان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم اعلان کړی و، چې افغانستان لا هم یو له هغو هېوادونو دی، چې ماینونه په کښې موجود دي. دغه بشري سازمان همدارنګه زیاته کړه چې ماینونه او ناچاوده توکي لا هم د افغانستان په دوه پر دریمه برخه ولایتونو کې د یو مهم خطر په توګه شتون لري.
د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر په دې خبرې په ټینګار سره چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره کار کوي، زیاته کړه چې په دغه هېواد کې د ماینونو د چاودنو تر ټولو زیات قربانیان ماشومان او ملکي وګړي دي.
د سره صليب د نړيوالې کمېټې د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې په افغانستان کې ۶۴۰ ماشومان له جګړې څخه د پاتې د ماينونو د چاودنو له امله وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.