له طالبانو سره داړیکو عادی کیدا دافغانستان او نړۍ په ګټه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143724-له_طالبانو_سره_داړیکو_عادی_کیدا_دافغانستان_او_نړۍ_په_ګټه_ده
په افغانستان کې د ملګروملتو پخواني استازي  د افغانستان د طالبانو د حکومتي کابینې د مشر له اداري مرستیال سره په  کتنې کې ټينګار و کړ،  له طالبانو سره داړیکو  عادي کیدا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده.
(last modified 2023-12-25T04:36:24+00:00 )
Dec 25, 2023 09:02 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره داړیکو عادی کیدا دافغانستان او نړۍ په ګټه ده

په افغانستان کې د ملګروملتو پخواني استازي  د افغانستان د طالبانو د حکومتي کابینې د مشر له اداري مرستیال سره په  کتنې کې ټينګار و کړ،  له طالبانو سره داړیکو  عادي کیدا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده.

په افغانستان کې د طالبانود حکومت له خوا د ټولشموله حکومت جوړیدا  او بشری حقوقو په تیره بیا د میرمنو او انجونو  حقوقو ته  احترام ، د طالبانو دحکومت  د په رسمیّت پيژندنې لپاهر  د نړیوالې ټولنې شرطونه دي.

تسنیم خبری اژانس  راپور ورکړ،په افغانستان کې و یوناما پخواني استازي تادامیچي یاماموتو  پرون  په کابل کې د طالبانو د حکومت د  کابینې  د  مشر له اداري مرستیال  مولوی عبدالسلام حنفي سره  په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې  له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا باید پیاوړي شي ووئيل، جاپان   د نړیوالې ټولنې  او طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا او تامینیدا د برابرونې په  زمینې  کې ملګرتیا ته تیار دی .

د یوناما پخواني مشر زیاته کړه ، خوښ یم چې بیا افغانستان ته راغلی یم ، افغانان   او افغانستان  د جاپان د خلکو په زړونو کې ځاي لري .یاماموتو  په افغانستان کې د  اشرف غني د ولسمشرۍ  په دوهم پړاؤ کې  د یوناما مشر پاتې شوی دی.

د راپورونو په اساس جاپانه تراوسه پورې  له افغانستان سره ۵۸میلیون ډالري مرستې کړي دي او ټاکل شوې ده په راتلونکي  کې هم د خوړو اوله پاکستانه د ویستلومهاجرینو په برخې کې دغو مرستو ته دوام ورکړي.