له نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې اړیکې غواړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143870-له_نړۍ_سره_د_اسلامي_اصولو_په_چوکاټ_کښې_اړیکې_غواړو
د طالبانو ویاند: دا ډله غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې داسې ښې او پیاوړې اړیکې ولري، چې په کې هیچا ته د زیان رسولو امکان نه وي.
(last modified 2023-12-27T23:37:58+00:00 )
Dec 28, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • له نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې اړیکې غواړو

د طالبانو ویاند: دا ډله غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې داسې ښې او پیاوړې اړیکې ولري، چې په کې هیچا ته د زیان رسولو امکان نه وي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» وايي، دغه ډله غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې داشې ښې او پیاوړې اړیکې ولري چې چا ته په کښې د زیان رسولو امکان نه وي. هغه وویل چې هیوادونه او لوري باید د اړیکو د خوندي کولو لپاره د اسلامي اصولو سره سم خپل "مکلفیتونه" پوره کړي.

مجاهد دغه څرګندونې پرون (چهارشنبه، د جدي په ۶مه) د پخواني شوروي اتحاد د سور لښکر له خوا پر افغانستان د یرغل د شپږمې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې وکړې.

د طالبانو ویاند ویلي چې افغانستان د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زمونږ حقونه تر پښو لاندې کړي او په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "افغانان د یو مسلمان ملت په توګه له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښو او پیاوړو اړیکو غوښتونکي دي.