دښمنان لاهم د افغانستان خرابول غواړي
د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست ویلي دي چې دښمنان تراوسه د افغانستان د خرابولو په لټه کښې دي او هیڅکله ورته بې پامي نه ده پکار.
متقي دغه څرګندونې پرون «د جدي په ۶» په کابل کې «پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۴مې کلیزې» په مراسمو کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د دې مراسمو ترسره کول د افغانستان له تاریخ څخه د هېواد د ځوان نسل د خبرتیا لپاره مهم دي.
له بلې خوا د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم په دې غونډه کې وویل چې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته افغان ملت ګوښه او یوازې شو او میلیونونه افغانان کډوال شول.
هغه وویل: "نړۍ له مونږه ۱۴ میاشتې وخت غواړي چې خپل ځواکونه وباسي خو دوی زمونږ کډوال په یوه میاشت کې اوباسي."
په همدې حال کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال "عبدالسلام حنفي" په دې غونډه کې وویل، چې دا ډله له خپلو سیاسي مخالفینو "غچ" نه اخلي.
د طالبانو ویاند "ذبیح الله مجاهد" هم د همدې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ډله به د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.