د داعش کسان له پاکستان او تاجکستانه افغانستان ته ننوځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144056-د_داعش_کسان_له_پاکستان_او_تاجکستانه_افغانستان_ته_ننوځي
د طالبانو د موقت دولت دفاع وزیر په خپلو نویو خبرو کې ادعا وکړه چې د دغه ډلې قدرت ته له رسېدو وروسته په مذهبي ځایونو او ولسي غونډو په ټولو شویو حملو کې بهرنیو اتباعو رول لرلی دی.
(last modified 2023-12-31T21:16:49+00:00 )
Dec 31, 2023 11:54 Asia/Kabul
  • د داعش کسان له پاکستان او تاجکستانه افغانستان ته ننوځي

د طالبانو د موقت دولت دفاع وزیر په خپلو نویو خبرو کې ادعا وکړه چې د دغه ډلې قدرت ته له رسېدو وروسته په مذهبي ځایونو او ولسي غونډو په ټولو شویو حملو کې بهرنیو اتباعو رول لرلی دی.

 د فارس خبري اژانس د راپور له مخې ملا محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د امنیتي چارو د کمیسیون په خبري غونډه کې وویل:  په افغانستان د دغه ډلې له واکمنۍ وروسته  په جوماتونو، خانقاهو، دیني عالمانو او د خلکو په ځایونو په حملو کې له بهرنیو اتباعو په تېره بیا د تاجکستان له اتباعو استفاده شوې ده.

 هغه زیاته کړه په لسګونو تاجکستاني اتباع د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوي او په لسګونو نور نیول شوې دي.

 د طالبانو دفاع وزیر ادعا وکړه چې په دوهمه درجه کې په افغانستان کې په زیاتو حملو کې پاکستاني ښاریز رول لري. د هغه په وینا د طالب ځواکونو په عملیاتو کې تر شلو زیات پاکستاني اتباع وژل شوي او په لسګونو نیول شوې دي.

په دې اساس د طالبانو دفاع وزیر له تاجکستان او پاکستانه وغوښتل چې  خپلې پولې کنټرول کړي. هغه زیاته کړه:« مونږ له هغو هیوادونو چې بهرني تباهکار کسان د هغوي له لارې افغانستان ته راځي په سخته غواړو چې خپلې هوایي او ځمکنۍ پولې ښې سختې وڅاري او پرې نه ږدي چې له دې لارو ورانکاري عناصر افغانستان ته ننوځي»

 هغه دې ته په اشارې سره چې « د د اعش پروژه په افغانستان کې هیڅ جرړه او نتیجه نه لري» وویل:  په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت په اړه هم  له مبالغې ډکې ارزونې او شمېرنې وړاندې کیږي چې د هغه په وینا، د دروغو معلوماتو په اساس دي.

ده وویل چې په تېرو دولسو میاشتو کې د ورانکارو او فتنه ګرو حلقو حملې نوي فیصده کمې شوې او دا ډلې ځپل شوي او مشران او طراحان یې وژل یا نیول شوې دي.

دغه مقام وویل  چې مغرضې داخلي او بهرنۍ حلقې غواړي د افغانستان له لارې د سیمې او نړۍ هیوادونو له پاره اندیښنه جوړه کړي.

 هغه د امنیت شورا نوي پریکړه لیک ته په اشارې سره وویل چې ملګري ملتونه او په تېره بیا امنیت شورا د دغه معلوماتو ښکار شوي او د نړۍ او سیمې هیوادونه باید په دغه دروغو راپورونو باور ونه کړي.