سردار ابن‌الرضا: د دښمن کمزوري ټکي معلوم کړی شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175070-سردار_ابن_الرضا_د_دښمن_کمزوري_ټکي_معلوم_کړی_شوي_دي
پارس ټوډی- د ایران د دفاع وزارت سرپرست په دې خبرې سره چې د جنګ په اوج کښې نه یوازې دفاعي تولیدات بند شوي نه دي بلکې جوړول یې لازیات شوي هم دي، وویل: د دښمن د کمزورۍ ټکي په کره توګه معلوم شوي او محاسبه شوي دي.
(last modified 2026-07-12T06:02:04+00:00 )
Jul 12, 2026 10:26 Asia/Kabul
  • سردار ابن‌الرضا
    سردار ابن‌الرضا

پارس ټوډی- د ایران د دفاع وزارت سرپرست په دې خبرې سره چې د جنګ په اوج کښې نه یوازې دفاعي تولیدات بند شوي نه دي بلکې جوړول یې لازیات شوي هم دي، وویل: د دښمن د کمزورۍ ټکي په کره توګه معلوم شوي او محاسبه شوي دي.

پارس ټوډی لیکلي دي، سردار سید مجید ابن الرضا په خپلې سوشل میډیا ولیکل: د ایران د پارلیمان د ملي امنیت له کمیشن سره په ګډه غونډه کښې مو ټینګار درلود چې وروستي جنګ وښودله ایراني پوهان او په ماډرن ټیکنالوجیو پانګونه، د ایران د دفاعي اقتدار ترټولو مهمه مولفه ده.

هغه همداشان ولیکل چې د جنګ په اوج کښې نه یوازې دفاعي تولیدات بند نه شول بلکې د ډرونز د جوړولو ظرفیت او وړتیا درې چنده زیاته شوه.

هغه زیاته کړه: دښمن د جمهوري اسلامي نظام د ختمولو په تصور سره میدان ته راغی خو د شهیدانو د وینې، د ټولو قواو د معظم قومندان د لارښوونو، د وسله والو ځواکونو د سرشیندنو او د خلکو د بې دریغه ملاتړ په برکت، دغه دسیسه ناکامه شوه او د ایران اسلامي جمهوریت له دغه امتحان څخه په اقتدار سره تیر شو.

 د ایران د دفاع وزارت سرپرست په دې خبرې سره چې د رمضان په جنګ کښې وسله والو ځواکونو کړنلاره، د تکنیک او تاکتیک په برخو کښې د ۱۲ ورځني جنګ په نسبت لانوښتګره او پیاوړې وه، وویل: د میدان جنګ د پراخوالي او پيچلتیاو سره سره وسله والو ځواکونو په کمترین وخت کښې دښمن ته غوڅ ځواب ورکړ او د جګپوړو قومندانانو سره شهادت سره سره، نه یوازې یې خپل پيوستون وساته بلکې په چټکۍ، د عمل په نوښت او لوړ تاکتیک سره یې دښمن له ګڼو سرپرایزونو سره مخامخ کړ.