حامدکرزی د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی
پخواني جمهور ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته درناوي پکې شامل او د یوه سوله ایز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتنه پکې شوې ده.
د نوموړي له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې دغه پرېکړه ليک او د ملګرو ملتونو د سرمنشي خپلواکه ارزونه، ملي تفاهم او د خلکو د ارادې استازيتوب په هېواد کې د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت سبب کېږي.
نوموړی په هېواد کې د هلکانو او نجونو زده کړه او د ټولنې په ټولو چارو کې د ښځو ونډه د هېواد د پرمختګ او سرلوړۍ ضمانت بولي.
پخواني جمهور ولسمشر افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له پاملرنې څخه په مننې سره ټینګار کړی، چې له ستونزو څخه د وتلو او د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو واک، په خپله د افغانانو په لاس کې دي.
حامد کرزي له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د هېواد د سولې او سوکالۍ او په نړيوال نظام کې د افغانستان د مقام خوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت له کابل سره د اړیکو د څرنګوالي او د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیک سره مخالفت ښودلی وو.