Jan 03, 2024 15:36 Asia/Kabul
  • له ایران څخه د پانګې د جذبولو لپاره د افغان طالبانو هڅه

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشهد کې له ایراني او افغان سوداګرو سره په کتنه کې، د تهران او کابل ترمنځ د باور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

متقي په خپلې وروستۍ خپره شوې وینا کې ټینګار کړی، زېری ورکوو چې ټولې هغه دسیسې چې د اسلام او د ایران او افغانستان دښمنانو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د واټن رامنځته کولو په موخه پیل کړې وې، ناکامې شوي دي. دا په دې معنی چې ایراني پانګوال باید د افغانستان د شرایطو او وضعیت او په عین حال کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په باور، په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دې کې شک نشته، چې افغانستان د پانګونې لپاره خورا لوړ ظرفیت لري، نو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو تر ټولو مهم اصل، په دغه هېواد کې د امنیت ټینګښت دی.

د افغانستان د چارو کارپوه امين فرجاد په دې اړه وايي:

"د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د صنعتي او تولیدي اقتصادي جوړښتونو په ځانګړې توګه، د کرنې په برخه کې د پانګونې او بیارغونې په برخه کې مخکښ دی او په ټولو دورو کې ایران د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي شریک پاتې شوی دی. د ایران اسلامي جمهوریت د ټکنالوژۍ، بیخ بنا، د پوه بنسټ او د انجینیرۍ ټکنالوژۍ په برخو کې خورا پرمختګ کړی او د ټکنالوژۍ او پوه بنسټ په برخه کې، په صادراتو کې یو له مخکښو هېوادونو څخه دی او یقینا کولای شي د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي، صنعتي او تولیدي برخو کې په ګډون سره، د دې هېواد د بیارغونې پلانونو په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

په دې کې شک نشته، چې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې په راجلبولو سره به، د افغانستان ځوانې ټولنې ته د کار د زمینې د برابرولو ترڅنګ، نه یوازې دا چې د کار موندلو لپاره د دغه هېواد د ځوانانو کډوالي خورا کمه شي، بلکې د کرنې په برخه کې به هم د خلکو لپاره اړین خوراکي خوندیتوب رامنځته کړي. په څه دپاسه څلورو لسيزو جګړو کې، د افغانستان زياتره بیخ بنسټونه ويجاړ شوي دي او د هغوی د بيا جوړولو لپاره کورنيو او بهرنيو همکاريو ته اړتيا ده او په افغانستان کې د خوراکي مصئونيت په پام کې نيولو سره، د ايران اسلامي جمهوريت په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د بديل کښت وړانديز وکړ.

اوس هم د امریکا له بندیزونو سره سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي ودې او ځواک ته په کتو، ایراني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته ځانګړې لېوالتیا لري، چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کانونو برخه، د ایراني پانګوالو له خوا په پام کې نیول شوې ده.

د سیاسي چارو کارپوه سید عیسی حسیني مزاري په دې اړه وايي:

"د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو او په دغه هېواد کې تر ټولو مهم پانګوونکی هېواد دی، ایران او افغانستان په یوه تمدني ډګر کې پراته دي او له همدې امله، د ژبې، کلتور او مذهب په ګډون، ډېری مشترکات لري، چې د ایران او افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول خورا اسانه کوي."

په هر صورت، د ایران اسلامي جمهوریت د خواف هرات او د عمان په سمندر کې د چابهار د نړیوال بندر په ګډون، د ریل ګاډي، سړک او سمندري ټرانسپورټ لارې په جوړولو سره، خپلې سترې ځمکنۍ پانګې د افغانستان سوداګرو او صنعتکارونو په واک کې ورکړې دي، ترڅو د نړۍ له بازارونو سره وصل شي. دا هېواد په وچه کې راګیر دی او د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده، چې د نړۍ له بازارونو سره اړیکه ولري، چې ایران د افغانستان پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو ته د خوندي او ارزانه ټرانسپورټي لارو له طریقه، د افغانستان په اقتصادي وده کې د مرستې زمینه برابره کړې ده.

بې له شکه، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو حل، په دغه هېواد کې د کار پيدا کېدو ترڅنګ به، په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ کړي، ځکه چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پياوړتيا به، د سولې او امنيت په ټينګښت او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لامل شي، چې له دې سره په سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګولو کې به هم ډېره مثبته اغېزه ولري.

ټیګونه