ځینو افغانستاني سیاستوالانو هم د کرمان پرونیو چاودنو ته غبرګون ښودلی
د ایران په کرمان ښار کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواک د مشهور قومندان سردار شهیدا قاسم سلېماني د څلورمې تلین غونډې پر مراسمو خونړیو چاودنو ته یو شمېر افغان سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د ایران په کرمان ښار کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواک د مشهور قومندان سردار شهیدا قاسم سلېماني د څلورمې تلین غونډې پر مراسمو خونړیو چاودنو ته یو شمېر افغان سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، له دې ډلې د شمال ټلوالې یو زیات شمېر مشهورو څېرو لکه، عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، احمد مسعود او ګڼو نورو له ایران سره ژوره خواخوږي ښودلې او د چاودنو د غندنې تر څنګ یې په دې غم کې ځانونه شریک ګڼلي دي.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا بیا ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید په سیمه ییزې همغږۍ مخته بوول شي.