مولانا فضل الرحمن افغانستان کې له طالب چارواکو سره لیدنې پیل کړي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تېره ورځ افغانستان ته رسېدلی او په دغه هېواد کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
د ازادۍ راډیو د خبر له مخې؛ د جمعیت علمای اسلام ګوند په خپله ایکس پاڼه د دې لیدنې اړوند عکسونه او لنډ معلومات خپاره کړي.
په دې معلوماتو کې راغلي چې د ملا فضل الرحمن او مولوي کبیر په لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د دوی د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور او ځینې نور چارواکي هم وو.
د جمعیت ګوند په نورو خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې د دغه ګوند مشر په کابل کې د سیمې د امن اړوند مسایلو په اړه خبرې کوي.
اخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له ملا فضل الرحمن سره د طالب چارواکو د لیدنې په درشل کې ویلي چې فضل الرحمن د پاکستان یو مهم سیاسي او مذهبي شخص دی او دوی هیله لري چې سفر یې ښې اغېزې ولري.
د هغه لنډې خبرې یکشنبه ناوخته د طالبانو یوې اړوندې ایکس پاڼې «امارت اسلامي اردو» هم خپرې کړي.
ملا فضل الرحمن داسې وخت افغانستان ته د اړیکو د سمولو په نیت سفر کړی چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ اړیکې د خرابېدو خواته روانې دي.
پاکستاني چارواکي هلته د بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلیو ډلو اچوي او تور لګوي چې د پاکستان ډېرې مخالفې وسله والې ډلې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.
دا تور طالبانو په کلکه رد کړی دی او ویلي یې دي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بل چاته ګواښ پېښ شي.
ملا فضل الرحمن ویلي چې په دې سفر کې به د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده د لیدو لپاره کندهار ته ځي، ځکه د ده په خبره د طالبانو واک د هغوی له رهبرۍ سره دی او دی هم د هغه په اجازه افغانستان ته وربلل شوی دی.