۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري
د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي.
د یادې ادارې په وینا، دامهال د افغانستان نیمايي نفوس له بېوزلي سره لاس او ګرېوان دی چې ډېری یې ښځې دي.
په دې سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي بیا د کېدونکو مرستو او کار له نشتون څخه شکایت کوي.
بلخوا د طالبانو د اقتصاد وزارت چارواکو ویلي چې، افغانستان کې د بېوزلي کچې راکمولو او د کار زمینې برابرولو لپاره یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
خو د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي بیا اقلیمي بدلونونه، وچکالي او ویجاړونکي سېلابونه په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې د لوړېدو لاملونه څخه یادوي.
د ملګروملتونو د راپور له مخې، تېر ۲۰۲۳ م کال افغانستان کې له ۲۹ میلیونو څخه ډېرو خلکو بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ خو سږکال به شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.