Jan 12, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • له پاکستانه دې د افغان پناه غواړو ویستل ودرول شي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن چې د کابل په سفر تللی ، دا فغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی او د مهاجرینو د چارو له وزیر خلیل الرحمن حقانی سره سره ئې په کابل کې لیده کاته کړي دي.

د افغانستان د مهاجرینو د چارو سرپرست وزیر  له پاکستانه د افغان ښاریزو د ویستلو ددوام  په نسبت په اندیښنې ښودلو سره  ددغه بهیر دددریدا غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي ، له افغان مهاجرینو سره بد چلند باید  ختم شي.

ایرنا خبری آژآنس رآپور ورکړی، مولانا فضل الرحمن  همدرااز نن په کابل کې د  افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو  چارو د دوزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سریه  هم  وکتل .

وئيل کیږي ، مولانا فضل الرحمن  په کندهار کې  د طالبانو له رهبر ملا هیبت ا... اخوند زاده سره هم لیده کاته کړي،حال دا چې ځينی راپورونه ښئ  دطالبانو مشر له مولان فضل الرحمن سره له لیدوکتو ډډه کړې ده .

د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزارت سرپرست  ددغه هیواد له ښاریزو سره  په بد چلند دپاکستان په تورنولو سره پر پاکستاني حکومت غږ کړی، څوله پاکستانه د غیر قانوني افغان کډوالو د ویستلو د بهیر په درولو سره دې  د افغانستان ښاریزو د خپلې خوښې د وتلو لپاره  یوه نیټه مهلت ورکړي.

Image Caption

 

د افغانستان د کورنیو  چارو وزیر هم له مولانا صیب سره په کتنې کې  د اختلافاتو د ختمولو لپاره  له پاکستان سره د رغنده تعاملاتو پر اهمیّت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ، دسرحدونو د وضعیّت پشمول  دمختلفو مسئلو په باب  خبرې اترې  باید دوام ولرل شي ځکه   دا ددواړو ګاونډیو هیوادونو  په ګټه ده .

مولانا فضل الرحمن  هم افغانستان ته د خپل سفر  هدف ،  ددواړو هیوادونو په اړیکو کې  د ثبات  له رامینځةکیدا سره مرسته بللې  او وئیلي دي ، خپل مینځنۍ ترینګلتیاوې باید د خبرواترو  او مشورو له لارې حل شی.

داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان  د خارجه و زارت ویندوئې ممتاز زهرا بلوچ  پرون  افغانستان ته د ددغه سیاسی شخصیّت د سفر په باب  وئیلي دي ،  چې دغه  سفر شخصي دی او دپاکستان  حکومت  له دغه سفره هیڅ  ملاتړ او نوښت  نه دی درلودلی .هغې په عین حال کې یو ځل بیا ټينګار کړی دی  چې  پاکستان له ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې  سره  دخبرواترو هیڅ اراده نه لري  او پر کابل واکوالانو ئې بیا غږ کړی چې  په ګډو پولو کې دې  دترهه ګرو خوځښتونو مخه ونیسي او  دافغانستان حدودو څخه د پاکستان  په ضد د ترهه ګرو اقداماتو اجازت ورنکړي.

 

ټیګونه