د افغانستان د باري ګاډو پرمخ
د تورخم سرحد بیا بند شو
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل چې د پاکستان مسئولانو د تورخم په دروازه کښې د افغان موترچلوونکو لپاره ځینې نوې ستونزې جوړې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل چې د پاکستان مسئولانو د تورخم په دروازه کښې د افغان موترچلوونکو لپاره ځینې نوې ستونزې جوړې کړې دي.
د فارس خبري اژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر نقيب الله صافي وویل چې پاکستاني چارواکو په تورخم کې يو ځل بيا د افغان موټر چلوونکو لپاره نوې ستونزې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړه: په تورخم کې پاکستاني چارواکو یو ځل بیا پرېکړه کړې، چې هغو موټر چلوونکو ته چې د ویزو نیټه یې ختمه شوې ده، د ننوتو اجازه نه ورکوي.
دغه طالب چارواکی ټینګار کړی، چې دغه کار د دې لارې د تړل کېدو لامل شوی دی.
پاکستان له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان کډوالو پر وړاندې دښمني پالي او د افغان موټر چلوونکو پر تګ يې هم بنديزونه لګولي دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان دولتي بانک (SBP) راپور ورکړی چې د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۲.۳۴ سلنه کم شوي دي.