طالبانو له ایرانه د افغانستان د خلکو د سلامتیا د تامینولوغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144732-طالبانو_له_ایرانه_د_افغانستان_د_خلکو_د_سلامتیا_د_تامینولوغوښتنه_وکړه
قلندر عباد وویل افغانستان د خپل روغتیایی سیستم د پیاوړتیا لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا لری
(last modified 2024-01-14T05:33:23+00:00 )
Jan 14, 2024 09:57 Asia/Kabul
  • طالبانو له ایرانه د افغانستان د خلکو د سلامتیا د تامینولوغوښتنه وکړه

قلندر عباد وویل افغانستان د خپل روغتیایی سیستم د پیاوړتیا لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا لری

د  افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د "روغتیا امنیت" نړیوالې غونډې په څنډه کې وویل، چې افغانستان د روغتیايي علومو د زده کړو په برخه کې د ایران همکارۍ ته اړتیا لري.

د ایرنا له راپور سره سم  قلندر عباد وویل افغانستان  د خپل روغتیایی سیستم د پیاوړتیا لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا لری.

عباد زياته کړه: په ايران کې مونږه  خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او له ساري ناروغيو سره د مبارزې په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د پرمختګ شاهدان يو او باور لرو چې دا د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د افغانستان لپاره يو مناسب فرصت دى.

دطالبانودغه چارواکی همداراز وئیلی دی ، له تهران سره دطالبانو ګډې همکارۍ د متقابلو شرایطو په درک کولو سره خلکو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په زمینه کښې یو مناسب فرصت رامینځته کولای شی .

عباد ټینګار وکړ، چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسله باید له هر ډول سیاست لیرې وي. هغه یادونه وکړه: مونږ ه د روغتیایی علومو د زده کړو، درمل جوړولو او د بشری سرچینو د پیاوړتیا په برخو کی د ایران له تجربو له  استفادې سره دلچسپۍ لرو.