د افغانستان د کلتوري میراث او ټوریزم  لوړپوړو چارواکو ایران ته سفرراکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144868-د_افغانستان_د_کلتوري_میراث_او_ټوریزم_لوړپوړو_چارواکو_ایران_ته_سفرراکړی
د افغانستان د هرات ولایت د کلتوري میراث او ټوریزم دادارې  لوړپوړ چارواکو پلاوي د ایران دخراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد کې دکلتوري  او ټوریزم له مسئولانو سره دلیدو کتو لپاره  په مشهد کې  دملګرتیاؤ د پراختیا  په باب خبرې اترې کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 17, 2024 02:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کلتوري میراث او ټوریزم  لوړپوړو چارواکو ایران ته سفرراکړی

د افغانستان د هرات ولایت د کلتوري میراث او ټوریزم دادارې  لوړپوړ چارواکو پلاوي د ایران دخراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد کې دکلتوري  او ټوریزم له مسئولانو سره دلیدو کتو لپاره  په مشهد کې  دملګرتیاؤ د پراختیا  په باب خبرې اترې کړي دي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،  په دې لړ کې دایران د کلتور او اسلامی ارتباطاتو  ادارې د بردلونونو د پروګرام اجرا  په لړ کېد کلتوري میراث  په حوزې کې ددواړو هیوادونو  دمناسباتو د پراختیا، او کلتوري ډيپلوماسۍ د پراختیا،د تاریخي ودانیو  او آثارو مرمت  کول او   له ګاونډیو هیوادونو سره د لازیاتو ارتباطاتوپه اساس  په  مشهد کې د خراسان رضوي  د کلتور او اسلامی ارشاد  د ادارې دنمایندګۍ په همت سره  د افغانستان د  هرات ولایت  د پلاوي  د شتون زمینه برابره شوې ده .

دغه پلاوي  د خراسان رضوي ولایت د د کلتوري میراث،  ټوریزم او د لاسی صنائعو دادارې له عمومي مدیر  سید جواد موسوي  ، د خراسان رضوي   دولایت   دزیارتوالو د خیر ښیګڼې  دچارو له عمومي مدیر  محمد علی توسلي  او نورو اړونده چارواکو او چاروالو سره لیده کاته کړي او دوو اړخیزو اړیکو او  مناسباتو د لوړتیا او پراختیا په  باب ئې ورسره خبرې اترې کړي دي

د افغانستنا د هرات ولایت د ټوریزم د ادارې عمومی مدیر رحمت ا.. ګل محمدي  هم په دغو لیدو کتو کې وۍيلي دي ، ایران او افغاسنتان  ګډ دین  وکلتوري دستورات او په نورو ډيرو چارو کې مشترکات لری چې باید په تلو راتلو او مشورو سره  نوره هم لوړتیا ومومي.