Jan 19, 2024 04:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اوسني اقتصادي‌ وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هېواد کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.

هغه ویلي؛ په هېواد کې د بیو ټیټېدل او د پیسو نسبي ثبات د پرمختګ علامه نه ده او دا حالت لا هم د اندېښنې وړ دي.

پخوانی ولسمشر وايي،که د دغه هېواد اوسني اقتصادي وضعیت کې تغیر رانه شي او په همدې ډول دوام وکړي،‌ دا د تدریجي مرګ لاره ده؛ خو که د افغانستان په کانونو باندې تمرکز وشي؛ نو دغه هېواد به د فقر په حالت کې پاتې نه شي او د نړۍ کومکونو ته به احتیاج نه وي.

پخوانی ولسمشر وايي: "د افغانستان ۲۲ ولایتونه د غذايي خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي، د دې ستونزې لامل د اقلیمي بدلونونو ترڅنګ، د زراعتي تولیداتو کمېدل او د ښځو پر کار د بندیز او د نورو کاري فرصتونو د کمېدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېدل دي.

د پخواني ولسمشر په وینا؛ په افغانستان کې شاوخوا ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي، چې یو میلیون یې په جدي توګه له دغې ستونزه سره مخامخ دي.

هغه وايي؛ په همدې حال کې نږدې یو میلیون امیندوارې میندې هم له خواځواکۍ سره لاس او ګریوان دي،‌ چې ماشومان یې له خواځواکۍ سره نړۍ ته سترګې پرانیزې او تل له روغتیايي ستونزو کړیږي.

ټیګونه