په بدخشان کې د نسکورې شوې الوتکې څلور سپرلۍ ژوندي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145104-په_بدخشان_کې_د_نسکورې_شوې_الوتکې_څلور_سپرلۍ_ژوندي_دي
د بدخشان د والي د دفتر مشر خان محمد حاجي اسد وايي، د نسکورې شوې الوتکې ټوټې د کوف اب ولسوالۍ د غرونو په لمنو کې موندل شوې دي.
(last modified 2024-01-22T06:22:19+00:00 )
Jan 22, 2024 08:58 Asia/Kabul

د بدخشان د والي د دفتر مشر خان محمد حاجي اسد وايي، د نسکورې شوې الوتکې ټوټې د کوف اب ولسوالۍ د غرونو په لمنو کې موندل شوې دي.

د افغانستان د  بدخشان ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت د کوف اب ولسوالۍ په غرونو کې د رالوېدلې روسۍ الوتکې څلور سپرلۍ ژوندي موندل شوي او اوس د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.

افغان غږ خبری آژانس  راپور ورکوی   د بدخشان چارواکی وایی، د دغې الوتکې څلور تنه سپرلۍ چې ژوندی پاتې شوی، د امنیتی ځواکونو له خوا له سیمې ژغورل شوی او تر څارنې لاندې دی.

د بدخشان د والي د دفتر مشر خان محمد حاجي اسد وايي، د نسکورې شوې الوتکې ټوټې د کوف اب ولسوالۍ د غرونو په لمنو کې موندل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د دغې الوتکې ټوټې چې لاشه يې په بشپړه توګه ويجاړه  شوى وه ، د امنيتي ځواکونو له خوا موندل شوى دى.

د هغه په ​​وينا، د دې الوتکې دوه تنه سپرلۍ مړه شوي دي.

په همدې حال کې د روسیې د هوایی چلند  ادارې اعلان کړی چې په بدخشان کې غورځېدلې الوتکه Falcon 10 وه چې څلورپرسنل  او دوه روسي مسافر په کې سپاره وو چې د هند د ګایا، د ازبکستان تاشکند او د روسیې ژوکوفسکي ته روانه وه.

 

له دغې الوتکې سره د شنبې په ورځ هغه مهال اړیکه پرې شوه، چې د افغانستان په هوايي حریم او د تاجکستان پولې ته څېرمه د الوتنې په حال کې وه او د ریډار  له پردې ورکه شوه.