د طالبانو ویاند یوناما ته سخت خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145138-د_طالبانو_ویاند_یوناما_ته_سخت_خبرداری_ورکړ
د طالبانو ویاندذبیح ا... مجاهد وايي چې د یوناما دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی
(last modified 2024-01-22T23:39:15+00:00 )
Jan 23, 2024 04:06 Asia/Kabul
  • د طالبانو ویاند یوناما ته سخت خبرداری ورکړ

د طالبانو ویاندذبیح ا... مجاهد وايي چې د یوناما دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی

 

د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر ( یوناما) هغه راپور ته سخت غبرګون ښودلی چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې پرون  خپور کړ.

یوناما، په دغه راپور کې د بېلابېلو مواردو له یادولو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه.

د طالبانو ویاندذبیح ا... مجاهد وايي چې  د یوناما دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی.

نوموړی زیاتوي:د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدتي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه ژمن اسلامي حکومت شرعي دنده ده.

د هغه په وینا، دا چې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او اعتقاداتو ته سپکاوی دی.

مجاهد وایي:یوناما ته توصیه کوي چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.