د طالبانو ویاند یوناما ته سخت خبرداری ورکړ
د طالبانو ویاندذبیح ا... مجاهد وايي چې د یوناما دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی
د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر ( یوناما) هغه راپور ته سخت غبرګون ښودلی چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې پرون خپور کړ.
یوناما، په دغه راپور کې د بېلابېلو مواردو له یادولو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه.
د طالبانو ویاندذبیح ا... مجاهد وايي چې د یوناما دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی.
نوموړی زیاتوي:د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدتي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه ژمن اسلامي حکومت شرعي دنده ده.
د هغه په وینا، دا چې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او اعتقاداتو ته سپکاوی دی.
مجاهد وایي:یوناما ته توصیه کوي چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.