طالبان د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي
د کړکېچ نړیوالې ډلې له طالبانو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو هڅې ارزښتمنې بللې او ټینګار یې کړی چې لویدیځ هېوادونه باید په دې لاره کښې خنډونه جوړ نه کړي.
د کړکېچ نړیوالې ډلې له طالبانو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو هڅې ارزښتمنې بللې او ټینګار یې کړی چې لویدیځ هېوادونه باید په دې لاره کښې خنډونه جوړ نه کړي.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د بحران نړيوالې ډلې (ICG) له ګاونډيو هېوادونو او سيمې سره د طالبانو د اړيکو په اړه د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې دغه هېوادونه د یادې ډلې له حکومت سره په تماس کې دي څو د هغوى امنیتي اړتیاوې پوره کړي او اقتصادي ثبات ورته رامینځته شي.
په دې مفصل رپورټ کې د طالبانو له خوا د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو هڅې، د سیمې امنیت او د سیمې هېوادونو ته د داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو له خوا د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، په داسې حال کې چې د نړۍ اکثره هېوادونه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې له امله د دغې ډلې له حکومت سره د اړیکو له پراخولو ډډه کوی، د افغانستان شاوخوا هېوادونه هڅه کوی چې د خپلو امنیتي اړتیاوو او اقتصادي ثبات د پوره کولو لپاره له دې ډلې سره اړیکې ټینګې کړی.
راپور وايي، طالبان هم د پخوانیو افغان چارواکو په څېر افغانستان د سیمې د نښلولو مرکز ګڼي.