Feb 04, 2024 16:04 Asia/Kabul
  • کاظمي قمي او  ګلبدین حکمتیار  په کابل کښې سره وکتل

په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي د افغانستان د حزب اسلامي له مشر سره په کتنه کې د کابل او تهران پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي د افغانستان د حزب اسلامي له مشر سره په کتنه کې د کابل او تهران پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په کابل کې د ايران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان د اسلامي ګوند له مشر ګلبدين حکمتيار سره کتلي او خبرې يې ورسره وکړې.

د افغانستان د حزب اسلامي د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د کابل او تهران پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې.

کاظمي قمي له دې مخکې ویلي وو چې اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او اوس به له قربانیانو سره له هر ډول همکارۍ څخه دریغ ونه کړي.

ایران په وار وار ویلي چې په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمې د هېوادونو په همکارۍ او د زبرځواکونو له لاسوهنې پرته ممکن دی او په همدې خاطر د افغانستان له واکمنې ادارې سره اړیکي لري.

 

ټیګونه