Feb 05, 2024 05:12 Asia/Kabul
  • پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لنډ مهالې فيډرالي کابینې دغه هېواد کې د افغانستان د ناقانونه کډوالو د اوسېدو د مودې غځولو پرېکړه تایید کړې. د پاکستان حکومت وايي، یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

له دې سره هم مهاله افغانستان ته د کډوالو په زور ستنولو لړۍ په ساړه ژمي کې هم په چټکۍ روانه ده.

پاکستاني رسنیو د فیډرالي کابینې په حواله رپوټ ورکړی، چې دغه هېواد کې پاتې ناقانونه افغان کډوالو د اوسېدو موده په سرحدي چارو کې د دولت وزارت په وړاندیز تایید شوې ده.

رسنیو ویلي، په دې پریکړه کې د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې کمیټې سپارښتنې هم په پام کې نیول شوي دي.

ویل شوي دا وړاندیز له مخکې کابینې ته شوی و ، خو "د ځینو ملاحظاتو  له امله رد شوی و" په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

د دې پرېکړې له مخې پاکستان کې ناقانونه افغان کډوال کولی شي تر مارچ میاشتې پاکستان کې پاتې شي.

دې نیوز ورځپاڼې لیکلې "کابینې دا پریکړه د طالبانو حکومت د غوښتنې له مخې کړې ده."

دا پریکړه وروسته له هغه کیږي، چې په دې وروستیو کې د جمعیت علمای پاکستان سیاسي او مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و، ویل شوي وو چې د دې سفر موخه د دواړوه حکومتونو ترمنځ د ترینګلتیا له منځه وړل دي.

پاکستانۍ لنډ مهاله کابینې د دغه لنډ مهاله تمدید اصلي دلیل نه دی ډاګیز کړی، خو داسې ښکاري چې پاکستان کې ټاکنې دې هم خپل رول ولري.

له دې سربېره په کور دننه هم ډېرو سیاسیونو د پاکستان په لنډ مهاله لومړي وزیر انوار الحق کاکړ او اوسني حکومت له دې کبله چې افغان کډوال په لنډ وخت کې په زور باسي نیوکې کولې.

پاکستان څو میاشتې وړاندې په زوره د هغو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا پریکړه چې د ژمي په درشل کې وشوه، له ډېرو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.

دې لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوالو ونیول شول.

په پاکستان کې فعاله او مدافع وکیله منیزه کاکړ چې له  زندان څخه  د یادو افغان کډوالو د راخوشي کولو لپاره هلې ځلې کوي وايي د مودې غځول د ستونزې د حل لار نه ده.

"د حکومت لخوا د افغان کډوالو د اوسېدو موده د مارچ تر میاشتې غزول شوې، دا د ناقانونه کډوالو لپاره ښه خبر دی ځکه دوی دلته ډېر په وېره کې ژوند کوي، خو دا د ستونزې بنسټیز حل نه دی ځکه پاکستان لا هم د کډوالو په اړه خپلواک قانون نه لري."

نوموړې وايي "پاکستان تر اوسه پنځه سوه زره افغان کډوال په زوره افغانستان ته لېږلي او په بېلابېلو زندانونو کې لا هم لسګونه افغان کډوال بندیان دي."

هغه وايي، د دوی ډېرو ازادولو لپاره کارونه روان دي او هیله لري چې ژر به خوشې شي.

د پاکستان فدرالي لنډمهالې کابینه دا پرېکړه داسې تاییدوي، چې د طالبانو حکومت د وینا له مخې په زوره د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ دوام لري.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې د جمهوریت له سقوط وروسته د تېرې لېندۍ میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې افغانستان ته نږدې درې میلیونه افغان کډوال ستانه شوې دي، چې د دوی له ډلې ډېر شمېر یې له پاکستانه دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د تېرې پنجشنبې او جمعې پر ورځو د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې پنځه سوه کډوال په زوره افغانستان ته استول شوي دي.

 

ټیګونه