Feb 07, 2024 10:00 Asia/Kabul

زمونږخبریال راپور راکړی په ننګرهار کې د کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست له لورې په روان کال کې تر سلو زیاتې پروژې پېل شویدي.

چارواکي وایي د یادو پروژو یوه برخه تر سره او پر نورو کار روان دی.

ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریس مولوي  قسمت الله مبارز په یوه خبري ناسته کې وویل د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې په روان کال کې متوازن پرمختګ ته په پام سره څه باندې سل پروژې چې ډیره برخه یې د څښاک پاکو اوبو چمتو کول دي پېل کړې وې چې د دې پروژو یوه برخه یې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پر نورو کار روان دی.

 د مولوي قسمت الله مبارز پر وینا پر دغو ټولو پروژو تر یوولسو سوو ملیونو ډیرې افغانۍ لګول شوي دي.

د ننګرهار د  کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریس وویل له دغو پروژو څه نږدې څلویښت زره تنه په مخامخ ډول ګټه پورته کوي.

 هغه وایي د څښاک پاکو اوبو پر چمتو کولو سربیره په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، کلیوالي سرکونو او مبرزونو جوړول هم شامل دي چې زرګونو کسانو ته پکې د کار کولو زمینه  برابره شوې ده.

مولوي قسمت الله مبارز وایي پر دغو پروژو د لګولو شویو پیسو ډیره لږه برخه د حکومت له بودجې اخیستل شوې او پاتې نورې ټولې پیسې د نړیوال بانګ په ګډون د مرسته کونکو ادارو له لورې ورکړل شویدي.

نوموړی وایي راتلونکی کال به په دې کال کې پېل کړو پروژو پر بشپړولو سربیره د خلکو اړتیا و په نظر کې نیولو سره همدا ډول نورې پروژې هم پیلوي.

مولوي قسمت الله مبارز د تیر په څير ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت له لورې له نړیوال بانک سره خبرې روانې دي چې په ټول هیواد او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې  د خپلو نیمکاره پروژو چارې پېل او بشپړې کړي خو پر وینا یې چې وروستۍ پایلې ته لا ندي رسیدلي.

 

ټیګونه