د هرات والي د ایران په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145946-د_هرات_والي_د_ایران_په_سياحتي_ويزو_کې_د_اسانتياوو_د_رامنځته_کولو_غوښتنه_وکړه
د هرات والي د ایران په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه
(last modified 2024-02-08T23:54:51+00:00 )
Feb 09, 2024 04:24 Asia/Kabul
  • د هرات والي د ایران په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

د هرات والي د ایران په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې د ایران له سر کنسول صديقي فر سره وکتل.

له افغانستانه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په دې کتنه کې د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښو اړيکو د ټينګار ترڅنګ په دغه ولايت کې د ايران له خوا د سياحتي ويزو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ چې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کول د ښاریانو حق دی او هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.

په دغه کتنه کې د ايران کنسول صديقي فر د هرات خلکو ته د ويزو په ورکولو کې د آسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه.