بلخ کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی
Feb 12, 2024 10:24 Asia/Kabul
د افغانستان په بلخ ولایت کې مسؤلین وایي، یو تن یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ اعلامیه وایي، دغه کس فیر محمد نومیږي چې د بلخ ولایت د چهاربلک ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی چې په یاده ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
د اعلامیې د معلوماتو له مخې؛ په یاده قضیه کې یو تن له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی او ترې څېړنې جریان لري.
ټیګونه