ملا حمدا... فطرت د طالبانو د ویاند مرستیال شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146092-ملا_حمدا..._فطرت_د_طالبانو_د_ویاند_مرستیال_شو
د یادونې وړ ده چې ملا حمدا...فطرت له دې وړاندې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
(last modified 2024-02-12T06:36:31+00:00 )
Feb 12, 2024 11:05 Asia/Kabul
  • ملا حمدا... فطرت د طالبانو د ویاند مرستیال شو

د یادونې وړ ده چې ملا حمدا...فطرت له دې وړاندې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.

 

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد وايي چې د طالبانو  رییسه پلاوی  په هدایت  ملا حمدا... فطرت د سرپرست حکومت د ویاند د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د طالبانو ویندوی  ذبیح ا... مجاهد دغه موضوع په ایکس چینل کې د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړه.

د یادونې وړ ده چې ملا حمدا...فطرت له دې وړاندې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.

بلال کریمي تر دې وړاندې د حکومت د ویاند د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله چې اوس  په چین کې د طالبانو  د سفیر په توګه معرفي شو.