ګوتریش وایی په داعش کې د افغانانوشتون د پام وړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146096-ګوتریش_وایی_په_داعش_کې_د_افغانانوشتون_د_پام_وړو
په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان او عراق کې داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې له خوا د بریدونو کمښت احتمالاً د طالبانو لخوا د ترهه ګرۍ ضد هڅو او هم د دې ډلې د مشر په ستراتېژۍ کې د بدلون زیږنده وي.
(last modified 2024-02-12T07:06:27+00:00 )
Feb 12, 2024 11:31 Asia/Kabul
  • ګوتریش وایی په داعش کې د افغانانوشتون د پام وړو

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان او عراق کې داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې له خوا د بریدونو کمښت احتمالاً د طالبانو لخوا د ترهه ګرۍ ضد هڅو او هم د دې ډلې د مشر په ستراتېژۍ کې د بدلون زیږنده وي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د داعش د خراسان څانګې په لیکو کې د افغانانو د شتون او کارول کېدو په اړه خپل هغه راپور خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته لیکل شوی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د داعش په لیکو کې د افغانانو استخدام د پام وړ و.

د راپور له مخې، د یادې څانګې په اکثره عملیاتو کې له دغو افغانانو کار اخیستل شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان او عراق کې داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې له خوا د بریدونو کمښت احتمالاً د طالبانو لخوا د ترهه ګرۍ ضد هڅو او هم د دې ډلې د مشر په ستراتېژۍ کې د بدلون زیږنده وي.

په راپور کې غړیو هېوادونو په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د وسلو د پراختیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او یو شمېر غړیو هېوادونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د وسلو له زېرمو وسلې انتقالیږي.

دوی همدارنګه ویلي چې د داعش د خراسان څانګې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي دا ډول وسلې ترلاسه کړي یا یې هم د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

طالبانو تراوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتیا او له دغه هېواده نورو سیمو ته د وسلو د لېږد او پلور ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې راتلونکې اونۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب یوه غونډه ترسره کیږي.