آذربایجان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سفارت پرانیزي
زمونږ خبریال راپور راکړی د آذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ناسته کړې چې د همدې ناستې په لړ کې یې په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت پرانیستلو رسمي لیک د بهرنیو چارو وزارت وزیر ښاغلي متقي ته وړاندې کړ.
ویل کیږي په دې کتنه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیلیدو ، اقتصادي همکاریو او نورو موضوعاتو خبرې ترسره شوې.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر مولوي امیر متقي په لومړي ځل د اذربایجان جمهوریت د سفارت پرانیستنه او د سفیر رالیږل د دواړو لورو اریکو کې مهم پرمختګ یادکړ او د افغانستان او اذربایجان د دوستۍ ښه نښه یاده کړه.
ښاغلي متقي د افغانستان او اذربایجان اړیکې د تاریخي مخینې درلودل یادې کړې او د هغه هېواد سفیر الهام محمدوف ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دې ته چمتو دی چې په کابل کې د اذربایجان سفارت سره خپله مرسته ترسره کړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه اسلامي امارت دا غواړي چې په باکو کې د افغانستان په سفارت کې د ډیپلوماتیک حضور کچه لوړه شي.
د اذربایجان سفیر په افغانستان کې اوسنۍ امنیت او ثبات، له نشه يي توکو سره د مبارزې او همداشان اقتصادي پرمختګونو په اړه یې د افغانستان حکومت وستایلی.
باید وویل شي چې دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د اذربایجان سفارت په کابل کې پرانیستل کېږي.