اوچا: تېره میاشت افغانستان کې د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146266-اوچا_تېره_میاشت_افغانستان_کې_د_بشري_مرستو_۷۵_پروژې_ځنډول_شوې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې په تېره جنوري میاشت کې، په افغانستان کې د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوې دي.
(last modified 2024-02-15T21:55:15+00:00 )
Feb 16, 2024 02:24 Asia/Kabul
  • اوچا: تېره میاشت افغانستان کې د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې په تېره جنوري میاشت کې، په افغانستان کې د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوې دي.

د سپوږمۍ ویب پآنې د خبر له مخې؛ دې ادارې نن ورځ په یوه خپاره کړي راپورکې ویلي چې په دې میاشت کې د بشري مرستو رسولو اړوندو ۱۳۷ پېښو راپور ورکړل شوی چې دا د تېرې ډیسمبر میاشتې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

اوچا وایي په جنوري میاشت کې د ځنډول شویو بشري چارو د ۷۵ پروژو ۶۰ سلنه یې په روانه فبرورۍ میاشت کې ځنډول شوې پاتې دي.

اوچا د روانې اوونۍ په پیل کې په یوه بل راپور کې ویلي و چې په روانه فبرورۍ میاشت کې د بشري مرستو ۳۷ پروګرامونه د یو لړ خنډونو له کبله د لنډې مودې لپاره ځنډېدلي دي.