Feb 25, 2024 07:24 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې مالداران وایي وچکالۍ ، دڅړ ځایونو نه شتون او پر وخت څارویو ته درمل او واکسین نه رسیدل په دې ولایت کې د مالدارۍ راتلونکی اندیښمن کړی دی.

د مالدارۍ ریاست چارواکي که څه هم چې د مالدارو ستونزې مني خو وایي څارویو ته د واکسینو کولو کمپاین په ټول ولایت کې پېل شویدی.

د ننګرهار ولایت یو شمیر مالداران وایي سږنۍ وچکالۍ  د څړ ځایونو نه شتون او همدارنګه څارویو ته پر وخت درمل او واکسین نه رسیدل هغه څه دي چې په دې ولایت کې یې د مالدارۍ راتلونکې اندیښمن کړی دی.

 دوه تنه مالدارانو چې په جلال اباد کې یې د مالدارۍ  نړیوالۍ ورځې په ویاړ جوړو شویو مراسموکې برخه اخیستې وه له حکومت او مرسته کوونکو ادارو  څخه  وغوښتل چې ستونزو ته په پام له مالدارو سره د مالونو خوراکې او پر وخت ددرملو او واکسینو مرسته وکړي.

د ننګرهار ولایت کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست  د مالدارۍ برخې امر ډاکتر «ضمیر بهسودي» په داسې حال کې چې د مالدارو ستونزې مني او وایي  د دې ولایت ډیری څړ ځایونه د زور واکو له خوا لاندې شوي  چې له امله یې د مالدارو څاروي  د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي خو وایي د دې ولایت ټولو هغه سیمو ته چې مالدار پکې استوګنه کوي د څارویو د بېلابېلو ناروغیو واکسین رسولي او همدا اوس هم د واکسینونو د تطبیق کمپاین دوام لري.

 نوموړی وایي هڅه کوي چې مالدارۍ ته پام لرنه ډیره کړي.

 د مالدارۍ نړیوالۍ ورځنې د نمانځنې مراسمو په څنډه کې په دې ولایت کې تولید شویو بېلابېلو لبنیاتو او مالدارۍ په برخه کې د نورو پرمختګونو نندارتون هم جوړ شوی و  چې د چارواکو پر وینا موخه یې مالدارو ته عامه پوهاوی او دا چې نندارتون ته ورغلي مالداران یې پیغام په خپلو سیمو کې نورو مالدارو ته ورسوي.

 

ټیګونه