طالبانو په افغانستان کې په یو کس د اعدام حکم تطبیق کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146748-طالبانو_په_افغانستان_کې_په_یو_کس_د_اعدام_حکم_تطبیق_کړ
په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د دغه هېواد په د جوزجان ولایت په شبرخان ښار کې په یو تن قاتل باندې د اعدام شوی حکم تطبیق کړ.
(last modified 2024-02-26T06:17:29+00:00 )
Feb 26, 2024 10:46 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې په یو کس د اعدام حکم تطبیق کړ

په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د دغه هېواد په د جوزجان ولایت په شبرخان ښار کې په یو تن قاتل باندې د اعدام شوی حکم تطبیق کړ.

دغه محکمې ویلي؛ یاد کس نظر محمد نومیدو او د جوزجان ولایت د پلچراغ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو، چې د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی یې د چاقو په وهلو سره وژلی وو.

د یادې محکمې د خبر له مخې؛ پر یاد کس د اعدام حکم د درې ګونو محکمو له لورې صادر او د طالبانو د سرپرست حکومت د رهبر ملا هیبت الله له لورې منظور شوی وو چې نن دوشنبه عملي شو.

د یادونې وړده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په غزني کې هم په دوو تنو د اعدام حکم تطبیق کړی وو.