Feb 27, 2024 10:18 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې تر سلو زیاتو بې وزلو کورنیو سره د شیدو ورکونکو څارویو مرسته وشوه.

د سرې میاشتې چارواکي وایي موخه یې بې وزله کورنیو ته د وړو کاروبارونو برابرول دي.

د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې د مرستون مشر «احسان الله ممله وال »وایي د سرې میاشتې ادارې له لورې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې ، کوټ او شیرزادو ولسوالیو یوسلو لسو بې وزله کورنیو سره د وزو مرسته ترسره شوه.

نوموړي وویل دغه کورنۍ د یوې شفافې پروسې له لارې غوره شوې چې هرې کورنۍ ته  درې سره وزې ، د وزو خوراکي توکي او اته قلمه  نور اړین وسایل ورکړل شول.

ممله وال وویل پر دغو وزو او نورو وسایلو د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې له لورې  دوه ملیونه او څلور سوه زره افغانې لګول شوي دي.

د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې د مرستون امر وویل د دغو څارویو له ویش څخه یې موخه اړمنو کورنیو  ته د وړو کاروبارونو برابرول دي چې پر وینا یې دغه کورنۍ له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وویل د ډیرې غوره شویو کورنیو سرپرستې د کونډو میرمنو پر غاړه ده.

 په ننګرهارکې د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې له دې مرستې وړاندې د دې ولایت کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست هم له ډیری بې وزلو کورنیو سره د هګۍ ورکوونکو چرګانو او میوه لرونکو ونو د باغونو  جوړولو  مرسته کړې ده.

 

ټیګونه