ننګرهار کښې سلګونو نوي دیني مدرسې جوړې شوي تفصیل په ګډه اورو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146844-ننګرهار_کښې_سلګونو_نوي_دیني_مدرسې_جوړې_شوي_تفصیل_په_ګډه_اورو
زمونږ خبریال راپور راکړي ننګرهارکې په روان کال کې خواوشاه درې سوه دینې مدرسې جوړې شویدي.
(last modified 2024-02-27T23:18:51+00:00 )
Feb 28, 2024 03:46 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړي ننګرهارکې په روان کال کې خواوشاه درې سوه دینې مدرسې جوړې شویدي.

چارواکي وایي په تیر نظام کې دینې مدرسو ته سمه پاملرنه نه کیده.

د ننګرهار پوهنې ریس مفتي حبیب حضرت حقاني په یوه خبري ناسته کې وویل، په روان کال کې په ننګرهار کې دوه سوه درې بابه کلیوالي او نوي بابه لیله لرونکي دیني مدرسې جوړې شویدي.

نوموړي وویل په دې مدرسو کې په لومړي پړاو کې یو زرو شپږ سوه او په دویم هغې کې تر دوه زره درې  سوو زیات ښوونکي پر دندو ګومارل شویدي. د پوهنې ریس وویل په تیر نظام کې دیني مدرسو ته هومره چې لازمه وه سمه پاملرنه نه کیده خو اوس د مدرسو او ښوونځیو تر منځ توپیر له منځه تللی دی.

د ننګرهار پوهنې ریس وویل، په تیرو دوه کالو کې په ښوونځیو کې  خواوشاه اوه زره تنه د نویو ښوونکو په توګه ګومارل شوي چې تر ډیره بریده د ښوونکو دکمښت ستونزه راکمه شوې او همدارنګه زده کوونکو ته څلور نیم ملیونه ټوګه کتابونه ویشل شوي خو دا یې ومنله چې لا هم زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخامخ دي او دټولو کتابونو چمتو کول زیات لګښت او بودجې ته اړتیا لري. مفتي حبیب حضرت حقاني وویل د ښه او با کیفیته معارف لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي او دپ خوا په پرتله په ښوونځیو کې د کمیت او کیفیت له پلوه پام وړ بدلون رامنځته شوی دی.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال  په ننګرهار ۹۱۹ بابه دولتي او خواوشاه درې نیم سوه بابه خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې خواوشاه نهه سوه زره زده کوونکي  پکې پر زده کړو بوخت دي چې پکې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې درې سوه زره نجونې زده کوونکې دي.