د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته هیڅ ډول ګواښ نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146882-د_افغانستان_له_خاورې_نورو_هیوادونو_ته_هیڅ_ډول_ګواښ_نشته
د افغانستان د طالبانو حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خاورې بل هیڅ یو هیواد نه ګواښل کیږي.
(last modified 2024-02-28T21:30:18+00:00 )
Feb 29, 2024 01:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته  هیڅ ډول ګواښ نشته

د افغانستان د طالبانو حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خاورې بل هیڅ یو هیواد نه ګواښل کیږي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د افغانستان د لومړي وزیر سیاسی مرستیال مولوي محمد عبدالکبیر،د پاکستان له یوشمیر عالمانو سره په کتنې کې ووئیل، افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او اجازت نه ورکوي،د افغانستان له خاورې  نورو ته کوم ګواښ متوجه شي.

هغه همداراز د افغانستان او پاکستان د اړیکو په سموَلو کې دعالمانو رول مهم وباله او وې وئیل، اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیڅوک د ورانکارو فعالیتونو اجازت نه لري.

 له بل پلوه د افغانستان د طالبانو  دحکومت لوړپوړو مسئولانو په زغرده وئیلي دي ،  چې  په افغانستان کې هیڅ یوه بهرنۍ ډله ټپله  نشته او  ددغه هیواد هیڅ یوه سیمه  د طالبانو له کنټروله بهر نه ده  او په تیرو    کابو دوه نیمو کلونو کې  د افغانستان   اوسني حاکمیّت ثابته کړې ده چې  د افغانستان له خوا هیچا ته کوم ګواښ متوجه نه دی.ځینی  چې دغه شان ادعاګانې مطرح کوي، ممکنه ده په سیمې کې  له بشپړ حالاتو ناخبره وي او یا هم  دسیمې د هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیانو ترمینځ  د بدبینۍ د رامینځةکولو او د همپالنې د مخنیوي لپاره  ئې یوه سپيره هڅه وي.