Mar 05, 2024 10:11 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې په لومړي ځل د دولسو ولایتونو تر منځ د وشو ورزشي سیالۍ پېل شوې.

چارواکي وایي د دې سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅونه او د هغوې تر منځ همغږي رامنځته کول دي.

د ننګرهار ورزش او بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسول شاهدالله فضل زی وایي په لومړي ځل د هیواد د دولسو ولایتونو د وشو لوبغاړو ترمنځ په درې کټه ګوریو(categories) کې سیالۍ د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې په جمنازیوم کې پېل شوې چې څو ورځې به دوام وکړي.

 د نوموړي پر وینا په دې سیالیو کې به د ننګرهار،کونړ،نورستان، لغمان ،کابل، پنجشیر،بامیان، کندهار،میدان وردګو،غزني، خوست او لوګر ولایتونو یوسلو لس لوبغاړي چې پنځه پنځوس جوړې کیږي سیالۍ ترسره کړي.

 شاهدالله فضل زی وایي  د دې سیالیو موخه د لوبغاړو هڅونه او د هغوې تر منځ همغږي او یووالي رامنځته کول دي،.

 د ننګرهار  ورزش او بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسول وویل پر دې سیالیو سربیره په جلال اباد کې د څلورو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د سوک وهنې سیالۍ هم ترسره شوې چې پکې له ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو څخه څلویښت تنو سوک وهونکو برخه اخیستې وه.

هغه وایي دا سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې درارسیدو په ویاړ ترسره شوې.

د ننګرهار ورزش او بدني روزنې ریاست مطبوعاتي مسول  شاهدالله فضل زی وایي د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې پر دې سربیره د والیبال، فوټبال، کرکټ او نورو ورزشي رشتو سیالې هم روانې دي چې هره ورځ یې سلګونه مینه وال لیدو ته ورځي.

 

ټیګونه