نړۍ په اوسنیو شرائطو کې باید افغانستان هیر نه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147188-نړۍ_په_اوسنیو_شرائطو_کې_باید_افغانستان_هیر_نه_کړي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسی مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ له مسئولانو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، نړۍ دې په اوسنیو شرائطو کې د افغانستان حکومت او ولس هیر نه کړي.
(last modified 2024-03-05T23:27:38+00:00 )
Mar 06, 2024 03:54 Asia/Kabul
  • نړۍ په اوسنیو شرائطو کې  باید افغانستان هیر نه کړي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسی مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ له مسئولانو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، نړۍ دې په اوسنیو شرائطو کې د افغانستان حکومت او ولس هیر نه کړي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، مولوی عبدالکبیر پرون په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ (یو این ایچ سي آر) د آسیائي برخې له مشر کیونګ جونن او په دغې موسیسې کې د افغانستان د برخې له مشر ولیونارډزولو سره  کتنه او خبرې اترې  وکړې.

مولوی صیب ددغې موسیسې او افغان کډوالو ته د مرستو رسونکو نورو اورګانونو د ملګرتیاؤ په مننې سره ووئیل، کابل هڅه کوي،د لویو ملي پروژو په پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو په پراخولو سره ، د خلکو لپاره دکرکسبونو زمینې برابرې کړي.

هغه ددې خبرې په کولو سره  چې بیروزګاري او بې وځلي   طالبانو ته له تیر حکومته په میراث کې رسیدلې ده ، ووئيل،ددغه وضعیّت  کنټرولول او له مینځه وړل وخت او لازیاتو امکاناتو ته اړتیا لري.  عبدالکبیر روښانه کړې ده ،  نړۍ دې په اوسنیو شرائطو کې  افغانستان نه هیروي.

هغه دې ته په اشارې سره  چې  افغانان  د پاکستان په ناکراره کولو کې هیڅ  رول نه لری ،زیاته کړه، په دغه هیواد کې د مونږ ډیر زیات خلک له ډيرو ستونزو سره مخ دي او په زرګونو بې ګناه افغان کډوال  د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.د افغانستان مهاجر باید پخپلې  خوښې سره  خپل هیواد ته ستانه شي او نړیوال اورګانونه  دې  د کډوالو د هستوګنې  او د کارکسب په برخو کې ملګرتیاوې وکړي.  

  کیونګ  جون هم  له عبدالکبیر سره په دغې کتنې کې  ووئیل،  مونږ تل د افغان مهاجرو  دمشکلاتو او ترینګلتیاؤ حل کولو ته ژمن یوو، مونږ  د  جینیوا په راتلونکي  ناستې کې د افغان کډوالو په باب د راپور په وړاندې کولو سره  له ټولو غواړو ، چې  ددغه هیواد له مهاجرو سره دې لازیاتې مرستې  وشي او په دغې ناستې کې به د افغانستان موجوده حقایق  مطرح کړو.

لیونارډزولو هم په دغې کتنې کې د افغان مهاجرو سختو شرائطو ته په اشارې سره ووئیل، وچکالۍ  د افغان کډوالو د روغتیا ، هستوګنې او کارکسب  مشکلاتو ته ورزیاتې شوي دي  او داخلی او نړیوال اورګانونه  د افغانستان  داقتصاد دپیاوړتیا لباره  او دبیخ بینائي پروژو بشبړولو ته واردې شوي دي.