په ترکمنستان کې د افغان تولیداتو نندارتون جوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147202-په_ترکمنستان_کې_د_افغان_تولیداتو_نندارتون_جوړ_شو
ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-03-06T04:40:40+00:00 )
Mar 06, 2024 09:09 Asia/Kabul
  •  په ترکمنستان کې د افغان تولیداتو نندارتون جوړ شو

ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترکمنستان ته سفر کړی، چې د دغه هېواد د یو شمېر اقتصادي چارواکو په شتون سره په عشق آباد کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

افغان غږ خبری آژانس  راپور ورکوی د  افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په عشق آباد کې د افغان-ترکمن د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې وویل چې افغانستان د یوه صنعتي هیواد د کیدو ظرفیت لري.

ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا د ترکمنستان د اقتصادي چارواکو په شتون سره په عشق آباد کې د افغاني محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو. ویل شوي، چې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو یو شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د طالبانو اقتصادي پلاوي ګډون کړی و.