په ترکمنستان کې د افغان تولیداتو نندارتون جوړ شو
ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترکمنستان ته سفر کړی، چې د دغه هېواد د یو شمېر اقتصادي چارواکو په شتون سره په عشق آباد کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په عشق آباد کې د افغان-ترکمن د سوداګریزو اړیکو په غونډه کې وویل چې افغانستان د یوه صنعتي هیواد د کیدو ظرفیت لري.
ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د ترکمنستان د اقتصادي چارواکو په شتون سره په عشق آباد کې د افغاني محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو. ویل شوي، چې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو یو شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د طالبانو اقتصادي پلاوي ګډون کړی و.