ننګرهار کې په ۴ زره جریبه ځمکه د ۸ زره بوټو مصنوعي ځنګل جوړیږي.
د چارواکو پروینا د دې ځنګلونو د جوړولو پر مهال به زرګونمو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، هر کس ته به د میاشتې اوه زره افغانۍ ورکول کیږي او د ځنګلونو په جوړولو سره به سیمه زرغونه او د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي.
د ننګرهار ولایت کرنې او مالدارې ریاست چارواکي وایي: د کرنې وزارت په لارښوونه د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند بحراباد او سهاکو په دښته کې پر شاوخوا څلور زره جریبه د مصنوعي ځنګل جوړولو په موخه اته زره بېلابېل بوټي کینوي.
د کرنې ریاست د ځنګلونو ساتنې برخې مسول سید اغا تنها وایي: یوې نادولتي ادارې سره تر تړون وروسته دا چاره پېل شوې او زر به ترسره شي.
سید اغا تنها وایي دکرنې او مالدارې وزارت د نوې طرحې پر بنسټ به هر کال دمصنوعي ځنګلونو جوړولو چارې په بېلا بېلو ولایتونوکې ترسره کیږي.
د افغانستان راتلونکي نسلونه په نوم د مرستندویه ادارې استازی نقیب الله احمدزی وایي: د دې مصنوعي ځنګل جوړولو په چاره کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او هر کاریګر ته د میاشتې نږدې اوه زره افغانۍ ورکول کیږي.
د مصنوعي ځنګل په جوړولو کې په کار بوخت کارکوونکي هم خوشحاله دي او وایي که دا ډول اوږد مهاله پروژې د دې ولایت په بېلابېلو سیموکې پلې شي د بیکارۍ او غربت کچه به تریوه بریده راکمه شي.
د کرنې ریاست دچارواکو پر وینا ددې ځنګلونو دساتنې په موخه به سیمه ییزې شوراګانې هم جوړې کړي