Mar 08, 2024 12:59 Asia/Kabul
  • هند له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هند غواړي چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا څرګندونې د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ د کب په ۱۷مه، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې ليدنه کې د افغانستان او هندوستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ټرانزيټي مسايلو هراړخيزې خبري شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، جې پي سنګ د هندوستان او افغانستان اړیکې تاریخي بللي او ویلي چې هندوستان په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې بشري مرستې کړې دي.

هغه په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له نشه يي توکو، داعش او فساد سره د طالبانو د مبارزي ستاینه کړې او ویلي چې، هند لېواله دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې، طالبان د هند له بشري مرستو مننه کوي او د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هېواد په توګه، له هندوستان سره سیاسې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

هغه د هندوستان له استازي د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د اسانتياوو غوښتنه وکړه.

ټیګونه