هند افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي
یو شمېر افغان سوداګرو پرون په کابل کې د هند له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې سوداګرو ته دې د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیا راولي.
په دې کتنه کې د هند ځانګړي استازي جی پي سنګ او افغان سوداګرو د هند او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي او افغان سوداګرو ته د هند د ویزو په برخه کې د ورکړې پر اسانتیاوو خبري کړي.
افغان سوداګر له هندي چارواکو د ویزو په برخه کې د اسانتیا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، هند افغان سوداګرو او محصلانو ته په اسانه ویزې نه ورکوي.
ښاغلي سینګ همداراز د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي دي.
دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګريزو اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزولي دي.
د هند دغه ډیپلومات پرون په کابل کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي.
پخواني ولسمشر پرون (پنجشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان، ایران او پاکستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جې پي سینګ سره یې د افغانستان او سیمې پر مسلو خبرې کړي دي.
ښاغلي کرزي په دې کتنه کې د د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي او نیکې بللي او له افغانانو سره یې د هند د مرستو مننه کړې ده.