انډونیشیاافغانستان ته د پوليو ضد واکسين لس ميليونه ډوزونه لېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147378-انډونیشیاافغانستان_ته_د_پوليو_ضد_واکسين_لس_ميليونه_ډوزونه_لېږي
د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي
(last modified 2024-03-09T06:56:54+00:00 )
Mar 09, 2024 11:25 Asia/Kabul
  • انډونیشیاافغانستان ته د پوليو ضد واکسين لس ميليونه ډوزونه لېږي

د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي

د اندونیزیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به  دیونیسف په همکارۍ افغانستان ته د پولیو ضد واکسین لس میلیونه ډوز ولېږي.

افغان غږ خبری وایی  د اندونیزیا د مالیې وزیر سری مولیاني ویلي، هېواد یې کار کوي چې افغانستان ته دغه اندازه واکسین ورکړي.

د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي.

د یادولو وړ ده چې اندونیزیا په نړۍ کې د پولیو د واکسین یو لوی تولیدونکی هیواد دی.

په همدې حال کې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ له هغو دوو وروسته پاتې هېوادونو دی چې پولیو په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.