پاکستان د افغان ناروغانو په مخ د تورخم سرحد بند کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147484-پاکستان_د_افغان_ناروغانو_په_مخ_د_تورخم_سرحد_بند_کړی
پاکستاني سرحدي ځواکونو په تورخم کې له قانوني اسنادو پرته پآکستان ته د افغان ناروغانو د ورتګ مخنیوی کوي.
(last modified 2024-03-11T08:04:46+00:00 )
Mar 11, 2024 12:33 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان ناروغانو په مخ د تورخم سرحد بند کړی

پاکستاني سرحدي ځواکونو په تورخم کې له قانوني اسنادو پرته پآکستان ته د افغان ناروغانو د ورتګ مخنیوی کوي.

په داسي حال کې چي له دې مخکې په تورخم سرحد کې له وېزو پرته پاکستان ته د علاج لپاره د افغان ناروغانو د تلو مخنیوی نه کېدی، افغان رسنیو د دغه سرحد د بندېدو خبر ورکړي دي.

په ننګرهار کې د فرهنګ او اطلاع رسونې رئیس قریشي بدلون اعلان وکړ چي د پاکستان حکومت په تورخم سرحد باندې نوي محدودیتونه لګولي دي او ټولو افغانانو ته پکار دی چي له قانوني اسناد پرته پآکستان ته له سفر څخه ډډه وکړي او حتی ناروغان هم نور له قانوني اسنادو پرته دې هیواد ته تلای نه شي.

 ها خوا بیا په بلوچستان کې د حکومت ویاند هم د دې خبرې په تائیدولو سره، له ټولو افغانانو غوښتي دي چي له قانوني اسنادو پرته دې پاکستان ته له سفر څخه ډډه وکړي.

دا په داسي حال کې دی چي د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو باندې پراته قامونو له یو بل سره خپلوي لري، او په تېرو څو لسیزو کې له وېزو پرته د دواړو هیوادونو تر مینځ تګ راتګ کړي دي.